د ژونـد ټـولـه ښـکلا ده هـر مـورچـل د پـښـتـونـخـوا
کـونـړه ! راتـه ښــکارې تــاج مـحـل د پـښـتونـخوا
نـنــګـرهـار کـه کـنـدهـار دی خـړه خــاوره د خـیـبـر
یــو پـاڼــه بــل ډنـډر دی ټـولـه ګل د پــښـتونـخـوا
د خــوســت او د لـغمان ښــايـسـتـونـه د جــنـــت دی
یو ټیګ دی د ښايست او بل اوربل د پښتونخوا
د سوات ښایـست مـو اخـلـی ورانـوی هـم پېښور
ځـان مـرګـي دی بـریـدونـه پـه ګـوګل د پښتونخوا
عـزت د پـلار نـیـکـه ، د شمـلـې نـه چــې زاریــږی
راجمعه عـاشـقـان دې جـوړ محـفل د پـښتونـخـوا
نــغـمـه د ربــاب غــواړی د نسـیـم سـتـوري غـــزل
نسیم ستوری به جوړ کړې اوس غزل د پښتونخوا