زرې زرې شی چه رنړا ته رسی، نمر ته رسی
ستوری د سختو نه تېر ېږ ی چه سحر ته رسی
د مزل ستړ ې دمنزل په مخکښې حېڅ هم نه وی
له غرونو اؤړی چې سيندونه سمندر ته رسی
په ما هم هغه څوک د کفر ګوا هی ورکوی
څوک چه زما په زور محراب ته ځی منبر ته رسی
هغه د غرونو لېونے به پکښې څو ک پيژنی
دنېا به نوره وی صا بر چې پيښور ته رسی
Advertisement
